امریکا بیا له پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو له منځه وړلو غوښتنه کړې

5 جوزا 1397 ساعت 10:30

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان د نورو هېوادونو له دیپلوماتانو سره په بد چلند تورن کړی او دغه راز یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنخایونه له منځه یوسي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پاکستان د نورو هېوادونو له دیپلوماتانو سره په بد چلند تورن کړی او دغه راز یې ترې غوښتي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنخایونه له منځه یوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان (اې آر وای) تلوېزیون د پامپیو له قوله ویلي پاکستان نړیوال دیپلوماتیک قوانین نه راعایتوي او د نورو هېوادونو له ديپلوماتانو سره بد چلند کوي.

هغه زیاته کړې، چې امریکا له همدې امله د ۲۰۱۸ کال په بهرنۍ بودجه کې پاکستان ته ډېره کمه برخه ټاکلې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د پاکستان حکومت باید په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو خوندي پناهځایونه له منځه یوسي.

باید و ویل شي، چې تر پامپیو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو مخکیني وزیر ریکس ټیلرسن هم په ځلونو له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104633

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104633/

جمهور
  https://www.jomhornews.com