حنیف اتمر د خبرو له پاره پاکستان ته ځي

6 جوزا 1397 ساعت 9:33

ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان ته د لوړ پوړي افغان امنیتي پلاوي د ورتګ غوښتنه د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ولسمشر غني څخه کړې ده.

له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اتمر به نن یک شنبې د غبرګولي ۶ مه پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به پر ګډو امنیتي ستونزو او سرحدي مسایلو خبرې وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی اتمر به د پاکستان د لوی درستیز په مشرۍ له یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي سره پر یادو مسایلو خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104675

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104675/

جمهور
  https://www.jomhornews.com