افغان حکومت:

د فاټا ادغام یو اړخیزه پرکړه او د ١٩٢١ میلادي کال د تړون خلاف عمل دی

6 جوزا 1397 ساعت 9:48

افغان حکومت د پاکستان د دولت له لوري له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمې د یو ځای کولو پرېکړه یو اړخیزه بللې او وايي افغان حکومت ته دغه پرېکړه د منلو نه ده.


افغان حکومت د پاکستان د دولت له لوري له خیبرپښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمې د یو ځای کولو پرېکړه یو اړخیزه بللې او وايي افغان حکومت ته دغه پرېکړه د منلو نه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ولسي جرګې د تېرې د پنشنبې په ورځ ( غبرګولی ۳مه) په یو بې ساري اقدام کې د خیبر پښتنخوا په ایالت کې د قبایلي سیمو(فاټا) د ادغامولو قانوني مسوده منظوره کړه، چې دغه کار یې د افغان حکومت غبرګون راوپاراوه.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې په دې اړه ویلي، چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان له لورې سیاسي او نظامي اقدامات د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د ١٩٢١ میلادي کال د هوکړې خلاف عمل دی.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د میشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلیدو په هدف د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه یې تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي«په دغو سیمو کې مو سیاسي او نظامي اقدامات بې له دې څخه چې د دواړو لوریو په مشوره وشي، د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ په (۱۹۲۱) میلادي کال کې د شویو هوکړو خلاف عمل بللی دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د پاکستان پارلمان په داسې شرایطو کې خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د انضمام پریکړه کړې ده چې په دغو سیمو کې پوځي وضعیت حاکم دی.

خبرپاڼه زیاتويو چې د قبایلي سیمو په اړه هره پریکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع په رڼا کې وشي، تر څو د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي.

سرچینه کاږي، چې د افغانستان حکومت په قبایلي سیمو کې د استعمار د وخت زاړه او غیر انساني سیستم د حاکمیت په درک سره په یو اړخیزه توګه د قبایلي سیمو د خودمختارۍ د سلبولو پریکړه چې د دغو سیمو د ولسونو اراده او د افغانستان حکومت مشوره په کې شامله نه وي، د ستونزې حل نه بولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com