د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، په افغانستان کې شاوخوا دوو میلیونو خلک له وچکالۍ سره مخ دي.
دغه دفتر زیاتوي، د وچکالۍ له ګواښ سره مخ خلکو ته د خوړو او اوبو د مرستو د برابرولو لپاره ۱۱۵ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دفتر ویلي، چې په افغانستان کې روانې وچکالۍ د دغه هېواد له دریو پر دوو برخو اغیز کړی او د اټکل له مخې تر دوو میلیونو ډېر خلک به د خوړو له ستونزې سره مخ کړي.
د اوچا راپور زیاتوي، چې په ډېری ولایتونو کې د تېرو کلونو په پرتله د اورښت کچه ۷۰ سلنه ټيټه وه، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې د اوبو زېرمې وچې شوې دي او په سیندونو کې د اوبو سطحه ټېټه شوې ده.
راپور زیاته کړې، په کندز کې له زرو کلیو ۶۰۰ کلي د اوبو د کمي له ستونزې سره مخ دي.
د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت هم په شلو ولایتونو کې د وچکالۍ اغیزې مني او وایي، چې د وچکالۍ له امله په ډیرو سیمو کې د اوبو د کمي ستونزه هم پیدا شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل