۰

د پنځو کلونو لپاره د کرېکټ ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرېږي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۲
د افغانستان کرېکټ بورډ خپل نړیوال رسنیز حقوق ټوټل سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ (TSM) ته وسپارل چې ټولې نړیوالې لوبې او کورنۍ سیالۍ په کې شاملې دي.
د پنځو کلونو لپاره د کرېکټ ټولې لوبې په ژوندۍ بڼه خپرېږي
د افغانستان کرېکټ بورډ خپل نړیوال رسنیز حقوق ټوټل سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ  (TSM) ته وسپارل چې ټولې نړیوالې لوبې او کورنۍ سیالۍ په کې شاملې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  کرکټ بورډ وايي، دا هرڅه د ۵ کلونو لپاره، له ۲۰۱۸ م کاله تر ۲۰۲۳ م کاله پورې دي.

د کرېکټ بورډ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ، د دې خبرې تړون ددواړو اړخونو له خوا پرون له داو طلبۍ وروسته هغه مهال لاسلیک شو چې سپورټس مارکیټنګ کمپنۍ (TSM) تر ټولو لوړ مالي وړاندیز وکړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ۲۰۱۸ کاله تر ۲۰۲۳ م کاله ټولې نړیوالې کورنۍ لوبې، د کرېکټ د نړیوالې شورا دراتلونکونو سفرونو پروګرام (FTP) کې د افغانستان په کوربتوب لوبې، دوه اړخیزې لوبې ، ګڼ اړخیزې لوبې او د افغانستان کرېکټ بورډ کورنۍ لوبې لکه شپږیزه کرېکټ لیګ، یو ورځنۍ لوبې لکه د غازي امان الله خان کپ هغه څه دي چې رسنیز حقونه یې وپلورل شول.

افغان کرکټ بورډ زیاتوي، چې دا ملګرتیا به د افغانستان او بنګله دېش له راتلونکو ۳ شل اوریزو لوبو پیل شي چې د هند په دهرادون کې کیدونکې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي