۰

د کابل قرباغ کې دوه سوداګر وژل شوي دي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۱
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو پر دوه سوداګرو برید کړی او وژلي یې دي.
د کابل قرباغ کې دوه سوداګر وژل شوي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې نامعلومه وسله والو کسانو پر دوه سوداګرو برید کړی او وژلي یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ شنبې د غبرګولي ۵ مه د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ په بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د قرباغ ولسوال محمد عظیم دل آقا وايي، دغه دواړه سوداګرو موټر خرڅوونکي وو او په خپله موټر فروشۍ کې پر وسله والو کسانو برید کړی او وژلي یې دي.

د هغه په وینا برید کوونکي په کرولا موټر کې سپاره و او تر برید وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

دی زیاتوي، چې د یادې وژنې لامل تر اوسه معلوم نه دی او نه هم برید کوونکي نیول شوي خو په اړه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي