مون جایه شمالي کوریا غواړي خپلې اټومي وسلې له منځه یوسي

6 جوزا 1397 ساعت 11:54

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جایه وايي، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون غواړي اټومي وسلې له منځه یوسي.


د جنوبي کوریا ولسمشر مون جایه وايي، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون غواړي اټومي وسلې له منځه یوسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر جایه دغه څرګندونې له خپل سیال اون سره تر لیدنې وروسته کړې او ویلي یې دي، چې د شمالي کوریا ولسمشر د امریکا له ولسمشر سره د لیدو هوډ لري.

مون جایه په یوه خبري غونډې کې و ویل، چې له کېم جونګ اون سره لیدنه کې هوکړه شوې چې د جون په ۱۲مه په سینګاپور کې د امریکا له ولسمشر سره لیدنه کوي.

له دې مخکې سپینې ماڼۍ وویل، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او شمالي کوریا د مشر ممکنه لیدنې ته د تیاري لپاره سینګاپور ته د بهرنیو چارو وزارت سره ګډ پلاوی استوي.

ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه د دې لیدنې د لغوه کولو خبره کړې وه، خو له پیونګ یانګ د سوله ییز پیغام له ترلاسولو وروسته یې خپله پرېکړه واخیسته.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104685

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104685/

جمهور
  https://www.jomhornews.com