۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله وال وژل شوي دي

یکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۷
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.
په ۲۴ ساعتونو کې ۷۹ وسله وال وژل شوي دي
د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۹ داعشیانو په ګډون ۷۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن یک شنبې د غبرګولي ۶ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ پلان شوي او ۸۲ ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات په ننګرهار، لوګر، غزني، بادغیس، غور، بلخ، فاریاب، بغلان، بدخشان، او هلمند ولایتونو کې په لار اچول شوي و.

ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې د ۱۹ داعشیانو او دوه سیمه ییزه قوماندانانو په ګډون ۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي