د کورنیو چارو وزارت:

له دې وروسته به د پولیسو تنخوا کې هېڅ ځنډ او خنډ نه رامنځ ته کېږي

6 جوزا 1397 ساعت 13:26

د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به د پولیس تنخوا په وخت ورکول کېږي او ان یوه ورځ به هم په کې ځنډ او خنډ رامنځ ته نه شي.


د کورنیو چارو وزارت وايي، له دې وروسته به د پولیس تنخوا په وخت ورکول کېږي او ان یوه ورځ به هم په کې ځنډ او خنډ رامنځ ته نه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپانې خپرولو سره ویلي، چې یاد وزارت دغه کار د خپلو ملاتړو مرستندویانو په همکارۍ تر سره کوي.

دغه خبرې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولس تر منځ شوې او پرېکړه شوې، چې له دې وروسته به د دغه وزارت د ملاتړو مرستندويانو په همکارۍ د پوليسو د تنخوا په ورکولو کې هېڅ ډول ځنډ او ستونزه نه رامنځ ته کېږي.

د کورنيو چارو وزير په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له قوماندان سره په ليدنه کې، د ټاکنو د امنيت په اړه هم خبرې اترې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104697

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104697/

جمهور
  https://www.jomhornews.com