۰

پکتیا ولایت کې دوه ملکیان او یو پولیس وژل شوی

دوشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو او دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیا ولایت کې دوه ملکیان او یو پولیس وژل شوی
سیمه ییز چارواکي وايي، په پکتیا ولایت کې د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې دوه ولسي وګړو او دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ یک شبنې د غبرګولي ۶ مه د پکتیا ولایت د احمدخېلو وسوالۍ د ترکنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي زیاتوي، د ځاځي اریوب ولسوالۍ پولیسو غوښتل یو تن بندي په شخصي موټر کې ګردېز ته ولېږدوي، چې په یاده سیمه کې د وسله والو مخالفینو له کمین سره مخ شوي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، د مخالفینو په برید کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس وژل شوی او یو بل پولیس ټپي شوی دی.

د حسرت په خبره د پولیسو په ځوابیه ډزو کې یو تن وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي