د سوداګرو د خوندیتوب شریکه کمېټه جوړه شوې ده

7 جوزا 1397 ساعت 9:22

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ د افغان سوداګرو د خوندیتوب ګډه کمېټه جوړه شوې ده.


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ د افغان سوداګرو د خوندیتوب ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کمېټه کې د عدلیه، کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت رئیس، لوی څارنوال او د افغان پانګوالو او د سوداګرو د ټولنو مشران په کې غړیتوب لري.

دغه کمېټې پرون د یک شنبې په ورځ خپله لومړۍ غونده کړې او د ښاغلي دانش د دفتر په وینا د دې کمیټې د جوړیدو هدف د سوداګرو، پانګوالو او د په ټوله کې د خصوصي سکټور څخه د افغان حکومت ملاتړ او په افغانستان کې د پانګونې هڅونه ښودلی ده.

د دوهم مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دا کمیټه د خصوصي سکټور د مال، پانګې، حیثیت، کورنۍ غړو، خپلوانو د ساتنې او په دې برخه کې د امنیتي او کشفي ادارو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو په هدف جوړه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، د یکشنبې د ورځې په غونډه کې برخه والو د امنیتي ګواښونو د پیژندلو او د مخنیوي په لارو چارو هم خبرې کړي دي.

دا کمېټه پء داسې حال کې جوړېږي. چې د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د چارواکو په خبره په تېر لمریز کال کې د افغانستان امنیتي ادارو د افغان پانګوالو او سوداګرو پر وړاندې ۵۵۳ امنیتي پیښې ثبت کړې دي.

دغه خونه زیاتوي، چې په دې د سړي تښتونې د پیښو په ګډون، وسله والې غلاوې، د موټرو تښتول او دې ته ورته اقدامات شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com