د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه کابل ته راځي

7 جوزا 1397 ساعت 14:10

ټاکل شوې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په نېږدې ورځو کې کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړي.


ټاکل شوې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په نېږدې ورځو کې کابل ته راشي او له افغان چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته راځي.

له ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر پاکستان ته د افغانستان د امنیتي پلاوي په لاس جنرال باجوه ته د کابل د سفر بلنه ورکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي که څه هم د باجوه د سفر نېټه په دقیق ډول نه ده معلومه خو هغه منلې چې کابل ته به سفر کوي.

د پاکستان پوځ هم په یو بیان کې ویلي، چې جنرال باجوه کابل ته د افغان ولسمشر بلنه منلې ده او ټاکل شوې چې ښاغلی باجوه په راتلونکو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

دا چې کابل ته د باجوه د سفر پر مهال به په کومو موضوعاتو خبرې وشي جزیات نه دي ورکړل شوي خو د ملي امنیت شورا وايي،دا هم د عمل د پلان تعقیبي ناستې دي.

د دغه شورا ویاند قادرشاه ویلي، د عمل په پلان کې د افغانستان او پاکستان ټول هغه موضوعات چې دوی فکر کوي د یو بل پر وړاندې یې لري، ځای پر ځای شوي دي، په همدې موضوعاتو خبرې کېږي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104725

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104725/

جمهور
  https://www.jomhornews.com