پاکستان د ISIیو پخوانی رییس ممنوع الخروج اعلان کړی

8 جوزا 1397 ساعت 8:41

پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی اېس آی یو پخوانی مشر متقاعد ډګروال جنرال اسد درانی له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړی دی.


پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی اېس آی یو پخوانی مشر متقاعد ډګروال جنرال اسد درانی له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت دغه ګام وروسته له هغې اخیستی، چې په دې وروستیو کې د دراني یو لیکل شوی کتاب له چاپه راووت.

دراني دغه کتاب چې (سپای کرانیکلز) یا د استخباراتو تاریخي پیښې نومیږي د هند د استخباراتو له یوه پخواني مشر سره په ګډه لیکلی.

د پاکستان پوځ وايي، د ای اس ای له دغه پخواني مشر به د نوي لیکلي کتاب له امله تحقیقات کېږي.

د پوځ ویاند جنرال آصف غفور ویلي، د پوځي استخباراتو یا ای اس ای پخوانی مشر متقاعد ډګر جنرال اسد درانی یې د پوځ عمومي قوماندانۍ ته جلب کړی و او هغه د خپل نوي کتاب په اړه توضیحات ورکړي دي.

د یادونې دهو چې متقاعد ډګر جنرال اسد درانی له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۲ پورې د آی ایس آی مشر و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104745

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104745/

جمهور
  https://www.jomhornews.com