۰
د کډوالو چارو وزیر:

په کور د ننه کډوال شمېر ۱،۴ میلیونه ته رسېدلی دی

سی شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۶
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بخلي وايي، دا مهال په کور د ننه کډوالو شمېر ۱،۴ میلیونه تنو ته رسېدلی دی.
په کور د ننه کډوال شمېر ۱،۴ میلیونه ته رسېدلی دی
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بخلي وايي، دا مهال په کور د ننه کډوالو شمېر ۱،۴ میلیونه تنو ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بخلي زیاته کړې، یوازې سږ کال دوه سوه زره زیات کسان په کور د ننه بې ځایه شوي، چې په جدي توګه مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي بلخي دغه څرګندونې له آزادۍ رادیو سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي، چې روانې ناامنۍ، جګړې او په وروستیو کې وچکالي هغه څه دي، چې د داخلي کډوالو د زیاتېدو لامل شوی دي.

نوموړي ویلي، چې تر ټولو ډېر بې‎ځایه شوي کورنۍ په وروستیو ورځو کې له بغلان، فاریاب، غور، بادغیس او ځینو نورو سیمو څخه دي چې هرات یا نورو سیمو ته تللي دي.

بلخي دا هم زیاته کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې بې ‎ځایه شوېو ته د مرستو رسېدل له‎ دې کبله ستونزمن دي چې نړیوالې او غیر دولتي مؤسسې ځینو لېرې پرتو سیمو ته نه ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي