ولسمشر محمد اشرف غني په ۱۶ ولایتونو کې د وچکالۍ له کبله خلکو ته په رسېدلو زیانونو اندېښنه ښودلې او له هغوی سره د دولت اوسنۍ مرستې یې کافي نه دي بللي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر په همدې تړاو تېره ورځ دوشنبې د غبرګولي ۷ مه له وچکالي ځپلو خلکو سره د بشري مرستو د تنظیم په هدف له مرسته رسوونکو نړیوالو ادارو له استازو سره ولیدل.
خبرپاڼه زیاتوي،
په همدې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل چې دا موضوع په جدي ډول تعقیبوي او زیانمنو سیمو ته یې خپل استازي لېږلي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ژمنه کړې چې ملګري ملتونه به خپلې مرستې د افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا هم په وچکالۍ اندېښنه ښودلې او ویلي و چې په افغانستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه کسان د خوړو د نه خوندیتوب له امله له جدي خطر سره مخامخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل