۰

دفاع وزارت وايي بدخشان کې یې پر طالبانو توپچي بریدونه کړي

سی شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو بدخشان ولایت کې بر وسله والو طالبانو توپچي بریدونه کړي او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت وايي بدخشان کې یې پر طالبانو توپچي بریدونه کړي
ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو بدخشان ولایت کې بر وسله والو طالبانو توپچي بریدونه کړي او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو پتڼځایونه په توپونو ویشتي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه توپچي بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د شپږو وسله والو د وژل کېدو او د هغوی د یوې اندازه وسلې او مهماتو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اسوه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي