تخار کې طالبانو له افغان ځواکونو ۷ پوستې نیولې دي

8 جوزا 1397 ساعت 11:58

د تخار ولایتي شورا وایي، وسله والو طالبانو د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۷ پوستې له افغان ځواکونو نیولې، خو امنیتي چارواکي یې دا خبره ردوي.


د تخار ولایتي شورا وایي، وسله والو طالبانو د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۷ پوستې له افغان ځواکونو نیولې، خو امنیتي چارواکي یې دا خبره ردوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د تخار د ولایتي شورا غړو ویلي، چې طالبانو لس کلي هم نیولي خو چارواکي یې دا خبره هم ردوي.

د تخار امنیه قوماندانۍ د ۱۷ پوستو د سقوط خبره رد کړه، خو ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو له ۷ پوستو تکتیکي شاه تګ کړی دی.

د تخار د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر نظام الدین غوري وایي، طالبانو په دغه ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې د اکمالاتو د نه رسېدو له امله پولیسو تکتیکي شاتګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له همدې امله د پولیسو اووه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې خو د بېرته نیولو له پاره یې جګړه پیل شوې ده.

وسله والو طالبانو هم به تخار کې د جګړې او ۱۷ پوستو د نیولو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:تخار
 


د مطلب کود: 104761

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104761/

جمهور
  https://www.jomhornews.com