یو روسی خبریال په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی

9 جوزا 1397 ساعت 8:29

د اوکراین پولیس وايي، روسی خبریال آرکادي بابچنکو پلازمېنه کیف ښار کې په خپلو کور کې تر وسله وال برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.


د اوکراین پولیس وايي، روسی خبریال آرکادي بابچنکو پلازمېنه کیف ښار کې په خپلو کور کې تر وسله وال برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې پولیسو ویلي، چې ۴۱ کلن بابچنکو په ډزو لومړی ټپي شوی خو روغتون ته د لېږدولو پر مهال یې ساه ورکړې ده.

دی ویلي، چې بابچنکو په خپل کور کې د مېرمنې له خوا په ټپي حالت موندل  شوی، چې روغتون ته د لېږد پر مهال په امبولانس کې مړ شوی دی.

ویل کېږي، چې بابچنکو وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د روسیې د یوې پوځي الوتکې پر لوېدو لیکنه وکړه، په مرګ ګواښ شوی وو.

هغه وړاندې د رویسې په آی ټي آر تلوېزیونکي شبکه کې د ویاند په توګه دنده تسره کوله.

تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم خو د کیف پولیسو مشر اندری کریکچنکو رسنیو ته ویلي، چې ګمان کېږي بابچنکو د خپل کاري فعالیت له امله وژلش وی  وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com