امریکا وایي، افغانستان کې پر شعیه وګړو بریدونه زیات شوي دي

9 جوزا 1397 ساعت 8:41

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ناامني تر ډیره حده د دې سبب شوې چې مذهبي ازادي نیمګړې شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ناامني تر ډیره حده د دې سبب شوې چې مذهبي ازادي نیمګړې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي، چې د شیعه وګړو په ټولینز او اقتصادي ژوند کې د مثبتو بدلونونو تر څنګ د دغې ټولنې د غړو پر وړاندې په ٢٠١٧ کې د داعش له لورې بریدونو دوام درلود.

دا راپور پرون سه شنبې د غبرګولي ۸ مه (می ۲۸مه) خپرو شوی او په کې ویل شوي، چې په ٢٠١٧ کې د ٢٠١٦ کال په پرتله په افغانستان کې یو شمیر هغه مذهبي مشران وژل شوي چې د سخت دریځو پر ضد مبارزه کوله او د مختلفو مذهبي ډلو ترمنځ د وحدت هڅه کوله.

د دې تر څنګ راپور وايي، په افغانستان کې د غیر اسلامي مذهبي ټولنو لکه هندوانو، سیکانو او عیسویانو وضیعت هم تغییر ندی کړی او نشي کولای چې په ښکاره خپل دیني، مذهبي او کلتوري مناسک پر ځای کړي.

رپوټ کاږي سره لدې چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانین د مذهبي ازادۍ نړیوالو نورمونو او اساساتو ته درناوي کوي، خو بیا هم د مذهبي آزادیو د ٢٠١٨ کال په رپوټ کې دا هیواد په نړیواله کچه په دوهم گروپ راغلی دی.

په راپور کې برما، د مرکزي افریقا جمهوریت، چین، ایریتریا، ایران، نایجریا، شمالي کوریا، پاکستان، روسیه، سعودي عربستان، سوډان، سوریه، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، ویتنام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې په ٢٠١٧ کې د ډیرې اندیښنې وړ هېوادونو په لست کې شامل شوي.

خو افغانستان، اذربایجان، بحرین، کیوبا، مصر، هند، اندونیزیا، عراق، قزاقستان، لاوس، مالیزیا او ترکیه په دوهم ګروپ کې شامل دي.

دغه راز راپور وايي، په عراق او سوریه کې داعش، په افغانستان کې طالبان، په سومالیا کې الشباب د ترهګرو او سخت دریځو ډلو په حیث پیژمدل شوي چې مذهبي ازادۍ او بشري حقونه ګواښي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 104784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com