۰

ملي امنیت وايي پکتیا کې یې د حقاني شبکې ۱۶ قوماندانان وژلي

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پکتیا ولایت کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو په ګډون ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ملي امنیت وايي پکتیا کې یې د حقاني شبکې ۱۶ قوماندانان وژلي
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په پکتیا ولایت کې د حقاني شبکې د لوړ پوړو غړو په ګډون ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلی، ځانګړو ځواکونو په دې عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۶ مهم قوماندانان وژلي او ۱۱ نور وسله وال ټپیان شوي دي.

سرچینې ویلي، د حقاني شبکې دغه غړي په یوه سیمه کې راټول شوي و چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یې پر وړاندې عملیات وکړل.

ملي امنیت په خبرپاڼه کې د دغه عملیاتو وخت او دقیق سیمه نه ده په کوته کړې خو وايي په وژل شویو کسانو کې حاجي ملا، ملا اسد، فدايي، خطرناک او ایوبي د حقاني شبکې مهم کسان وو.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ادعا کړې، چې په هلمند کې یې د وسله والو پر یوه غونډه برید کړی او ۵۰ لوړپوړي طالب مشران یې وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي