حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال سره پر امنیت خبرې وکړې

9 جوزا 1397 ساعت 12:31

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال جان بولټن سره افغانستان او سيمې پر سياسي او امنيتي حالت خبرې کړې دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له خپل امریکايي سیال جان بولټن سره افغانستان او سيمې پر سياسي او امنيتي حالت خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه خبرې اترې تېر ماښام د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د دولتونو په کچه د دوه اړخيزو تعهداتو پر دوام ټينګار وکړ او د حالاتو د څېړنې په موخه يې د دومداره اړيکو ساتل مهم وبلل.

سرچینه کاږي، چې د دې تر حنګ ښاغلي اتمر او ښاغلي بولټن له ترهګرۍ سره مبارزه او د افغان دولت په مشرۍ د سولې پر بهیر هم غږېدلي دي.

خبرپاڼه وايي، دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر پراختیا خپل نظرونه تبادله کړل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر او بولټن د افغانستان او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ستراتیژۍ پر بیلابیلو اړخونو هم خبرې کړې او په سیمې کې یې د هغې د تطبیق او لاسته رواړونو په اړه د پام وړ بحثونه درلودل.

د دې ترڅنګ دواړو لور د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د همکاریو د میثاق تطبیق او په دې برخه کې پرمختګونو وڅیړل او د چارو د چټکتیا او سمون په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104808

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104808/

جمهور
  https://www.jomhornews.com