پر کورنیو چارو وزارت برید د ۱۰ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

9 جوزا 1397 ساعت 12:45

امنیتي چارواکي وايي، د کورنیو چارو پر وزارت وسله وال ډلیز ځانمرګی برید د ۱۰ واړه بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.


امنیتي چارواکي وايي، د کورنیو چارو پر وزارت وسله وال ډلیز ځانمرګی برید د ۱۰ واړه بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه شاوخوا ۱۲:۳۰ څو تنو بریدګرو د کورنیو چارو په وزارت لومړی ځانمرګي او وروسته وسله وال بریدونه پیل کړل.

دغه بریدونو د کورنیو چارو وزارت په نوی ودانۍ پیل شوي و او تر نېږدې دوه ساعتو پورې بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت وو.

د کورنیو چارووزارت ویاند نجیب دانش وايي، ۱۰ تنو وسله والو برید کړی و، چې درې تنو یې په لومړی قرول کې ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړې او ۷ تنه نور یې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د وسله والو په برید کې یو پولیس هم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

تر دغه وسله وال برید څو شېبې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ودانۍ ته څېرمه له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر هم کشف او خنثی شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د لوګر په مرکز پل علم ښار کې هم پر لومړی امنیتي حوزه موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۴ پولیس وژل شوي او د څو پولیسو په ګډون ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د لوګر د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې د چټک غبرګون قطعه باندې یې برید کړی، خو د کابل د برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104810

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104810/

جمهور
  https://www.jomhornews.com