هند له افغان ځواکونو سره خپلې همکارۍ لا پراخوي

10 جوزا 1397 ساعت 8:56

افغانستان ته د هند د لوړ پوړي امنیتي پلاوي د سفر پر مهال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هند د همکاریو د لا پراختیا ژمنه شوې ده.


افغانستان ته د هند د لوړ پوړي امنیتي پلاوي د سفر پر مهال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هند د همکاریو د لا پراختیا ژمنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره د افغانستان د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې او وايي، هند له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د زياتو همکاريو ژمنه کړې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د هندوستان د ملي امنیت سلاکار مرستیال راجندر کنها چې د یوه لوړپوړي امنیتي پلاوي مشري یې کوله، نن کابل ته راغی او د دې سفر په ترڅ کې د افغانستان او هندوستان د ګډ امنیتي کمېسیون دویمه ناسته ترسره شوه.

سرچینه زیاتویو چې د دې ګډ امنیتي کمېسیون هدف په افغانستان او سیمه کې د امنیتي او نظامي حالت څېړنه او ښه والى دی.

د ملي امنیت شورا دفتر وايي، په دې ناسته کې دواړو لورو پر یو لړ مشخصو همکاریو هم خبرې وکړې، په ځانګړې توګه د افغانستان د هوايي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې هندوستان د زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، هندي پلاوي د دې تر څنګ له افغان لوري سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او پوځي روغتونونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې پر مشخصو موضوعاتو د پام وړ هوکړې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104827

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104827/

جمهور
  https://www.jomhornews.com