۰
کرکټ بورډ:

هند ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د ټېسټ لوبې لیدلو ته ورشي

پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۸
هند ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټسټ تاریخي لوبې لیدلو ته ورشي.
هند ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د ټېسټ لوبې لیدلو ته ورشي
هند ولسمشر غني ته بلنه ورکړې چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ټسټ تاریخي لوبې لیدلو ته ورشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د کرکټ بورډ سرپرست امیتاب چوهدري پرون کابل ته راغلی دی او ولسمشر ته یې دغه بلنه ورکړې ده.

د دې تر څنګ هند په بنګلور کې د کرکټ یو بل لوبغاړی هم افغانستان ته په واک کې ورکړی تر څو خپلې لوبې په کې مخ ته یوسي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسمشر غني دا بلنه منلې ده او که نه خو دا لوبه چې د جون میاشتې په ۱۴ نیټه به تر سره شي، د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه د افغانستان لومړنی تاریخي ټست دی او له دې امله د افغانستنا لپاره یوه تاریخي لوبه بلل کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویل شوي، چې د هند د کرکټ بورډ سرپرست ژمنه کړې، چې د آی پي ال په را روانو سیالیو کې به ډېرو نورو افغان لوبغاړو ته هم د لوبېدلو چانس ورکړي.

باید و ویل شي، چې کابل ته د چوهدري د سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی او د کرکټ په برخه کې د افغانستان لاس نیوی او مرسته کول بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي