۰
ملګري ملتونه:

سعودي باید د ورک شوي شهزاده په اړه معلومات ورکړي

پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۷
ملګرو ملتونو له سعودي عربستانه غوښتي، چې د بشري حقونو د بندي شویو فعالانو په ځانګړې توګه د ورک شوي شهزاده نواف په اړه دې معلومات ورکړي.
سعودي باید د ورک شوي شهزاده په اړه معلومات ورکړي
ملګرو ملتونو له سعودي عربستانه غوښتي، چې د بشري حقونو د بندي شویو فعالانو په ځانګړې توګه د ورک شوي شهزاده نواف په اړه دې معلومات ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسیون ویاندې لیز تروسیدل پرون ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې په سعودي عربستان کې د ښځو د بشري حقونو شاوخوا لږ تنه پېژندل شوي فعالانې نیول شوې دي.

مېرمن تروسل په ژنیو کې په یو خبري کنفرانس کې و ویل، چې دغو فعالانو له کلونو راهیسې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

نوموړې زیاته کړې، چې سعودي چارواکي باید د نیول شویو کسانو په اړه معلومات وړاندې کړي.

په ورته وخت هغې و ویل، چې شهزاده نواف طلال رشید د می میاشتې په ١٢ له کویټ نه سعودي عربستان ته لیږل شوی او له هماغه وخته راهیسې لادرکه دی.

دا وايي، که عربستان شهزاده رشید نیولی وي هم باید روښانه کړي، چې د کومو تورونو پر بنسټ یې توقیف کړی دی.

ملګرو ملتونو له سعودي عربستانه دا غوښتنه هم کړې، چې د سعودي حکومت باید دا تضمین کړي چې د بشري حقونو د توقیف شویو فعالینو دوسیې سمې څېړل کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي