کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه شوي

12 جوزا 1397 ساعت 8:35

سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د دوه موټرو د ټکر په پېښه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د دوه موټرو د ټکر په پېښه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د غبرګولي ۱۱ مه د کندهار – کابل پر لویه لار د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند ۴۰۴ مسافر وړونکی بس موټر له یوه سراچه موټر سره ټکر شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په سراچه موټر کې سپاره په پنځه کسان په دې پېښه کې وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.

د هغه په وینا ۴۰۴ موټر هم چپه شوی خو مسافرو ته یې زیان نه دی رسېدلی او موټر چلوونکی یې له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

د کندهار د والي ویاند د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک خرابوالی وباله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104857

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104857/

جمهور
  https://www.jomhornews.com