راپورونه وایي، په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت استازي فهیمه سادات د زړه د درېدو ناروغۍ له امله مړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس عنایت الله بابر فرهمند د دغه خبر د پخلي تر څنګ ویلي، چې د اغلې سادات مړینه د جوزجان د خلکو او د ولسي جرګې له پاره یوه لویه ضایعه ده.
باید و ویل شي، چې فهیمه سادات د ولسي جرګې په تېرو دوه دورو تاکنو کې د جوزجان ولایت د خلکو په استازيتوب ولسي جرګې استازې وه او دوه ورځې وړاندې یې د دغه جرګې نویو ټاکنو ته هم نوم لیکنه کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل