۰

ملي تدارکاتو کمېټې د امنیتي ادارو د غذايي موادو شرکتونه بدل کړي

شنبی ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د ملي تدارکاتو کمېټه وايي، هغه شرکتونه یې د داوطلبۍ له لېسته ایستلي دي چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې یې امنیتي ادارو ته غذايي مواد برابرول.
ملي تدارکاتو کمېټې د امنیتي ادارو د غذايي موادو شرکتونه بدل کړي
د ملي تدارکاتو کمېټه وايي، هغه شرکتونه یې د داوطلبۍ له لېسته ایستلي دي چې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې یې امنیتي ادارو ته غذايي مواد برابرول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یادې کمېټې چارواکو زیاته کړې، پخوانیو شرکتونو ګڼې ستونزې لرلې، چې یو هم امنیتي ځواکونو ته پر وخت د خوړو نه رسول و.

د سرچینې په وینا یادو شرکتونو به په لوړه بیه په لرو پرتو سیمو کې افغان ځواکونو ته د خوړو رسولو قرار داد ګاټه خو بیا به یې خواړه او اړتیا وړ توکي نه رسول.

 دوی زیاتوي، چې همدې او ځینو نورو ستونزو له امله یاد شرکتونه له دغه لېست ایستل شوي دي او له دې وروسته به پولیسو او ملي اردو ته د خوړو رسولو په داوطلبۍ کې شرکت نه شي کولی.

ملي تدارکاتو کمېټه وايي که نوي شرکتونه هم پخپلو چارو کې تېروتنې وکړي او یا د هوکړو له مخې ټاکل شوي موارد له پامه وغورځوي نو په تور لېست کې به شاملېږي او جزا به ورکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي