کلونه وروسته د روسیې د جنګي الوتکو یو پیلوټ چې د پخواني شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته لېږل شوی او ورک بلل شوی وو، ژوندی موندل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې انټر فکس وايي، د دغه روسي پيلوټ هویت پټ ساتل شوی، خو ډېر ژر به خپل کور ته ستون شي.
دغه خبري آژانس اژانس د روسیې د هوايي ځواکونو د اتحادیې د مشر والري وستروتین په حواله لیکلي چې له افغانستانه د نوي موندل شوي پوځي بېرته ستنول، مالي سرچینو، ډیپلوماټیکو هڅو او د مدني ټولنې فعالیت ته اړتیا لري.
باید و ویل شيو چې د امنیتي مسایلو په خاطر دا هم نه دي ویل شوي چې هغه د افغانستان په کوم ولایت کې موندل شوی دی.
په افغانستان کې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ مېلادي کاله، د پخواني شوروي د پوځ۱۵ زره عسکر او منصبدار ته مرګ ژوبله اوښې وه او هغه مهال ۴۱۷ شوروي سرتېري لادرکه بلل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل