تېره میاشت په هېواد کې ۱۸۳ ملکیان وژل شوي

12 جوزا 1397 ساعت 14:21

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي اې پي جي) وايي، په تېره مې میاشت په افغانستان کې ۵۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله (سي اې پي جي) وايي، په تېره مې میاشت په افغانستان کې ۵۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، چې په تېره میاشت د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې په امنیتي پیښو کې۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپیان دي.

د دوی په وینا نوې شمېرې ښيي چې د اپرېل میاشتې په پرتله په دې میاشت کې د وژل شوو ملکیانو په شمېره کې کموالی خو د ټپيانو هغو په شمېره کې بیا زیاتوالی راغلی دی.

په مې میاشت کې هم د په ۲۳ ولایتونو کې، ۱۸۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۰۶ نور ټپیان شوي وو.

د اپریل په میاشت کې ډېر تلفات په کابل کې ثبت شوي وو، خو د په مې میاشت کې د نورو ولایتونو په پرتله د ننګرهار په ولایت کې په زیات شمېر ملیکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104878

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104878/

جمهور
  https://www.jomhornews.com