۰

د افغانستان لوبډلې بنګلدېش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه

دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیواله لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش ملي لوبډلې ته په ۴۵ مندو ماته ورکړه.
د افغانستان لوبډلې بنګلدېش ته په ۴۵ منډو ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیواله لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش ملي لوبډلې ته په ۴۵ مندو ماته ورکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان او بنګلدېش تر منځ د دریو نړیوالو شل اوریزه لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب تېر ماښام په هند کې پیل شوې.

د پرون لوبې پچه یا ټاس بنګلدېش لوبډلمشر وګاټه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۱۶۸ هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري، شهزاد، ۴۰، سمیع الله شنواري ۳۶، شفیق الله شفق ۲۴، عثمان غني ۲۶ منډې جوړې کړې.

خو د بنګلدېش لوبډلې د توپ وهنې پیل ښه نه و، په لومړی اور کې یې په لومړي توپ افغان توپ اچونکي مجیب الرحمن د بنګلدېش پیاوړی لوبغاړی تمیم اقبال له مخې لرې کړې.

د هغه تر سوځېدو وروسته که څه هم لوبډلمشر شکېب الحسن لوبه تېزه پیل کړه، خو له هغه سره هم بخت یاري ونه کړه او د نبي له خوا یې ویکټه واخستل شو.

تر هغې وروسته لوبغاړي هم ښه ونه ځلېدل او د لوبې په ۱۹ اور کې افغان توپ اچوونکو ټول بنګلدېشي لوبغاړي په ۱۲۲ منډو وسوځول او دغه لوبه یې ۴۵ وګټله.

په توپ اچونه کې راشد خان او شاپور ځدران درې درې، محمد نبي دوه، مجیب الرحمن او کریم جنت یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

باید و ویل شي، چې د افغانستان او بنګلدېش تر منځ دوهمه لوبه به سبا سه شنبې د غبرګولي ۱۶ مه ماښام ۷ بجې پیل شي.

که چېرې افغانستان دوهمه لوبه چې ورته مهمه هم ده وګټي نو په دې سره به وکولای شي، چې دغه لړۍ وګټي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي