عراقي پولیسو ۴۰۰ کانټینره چاودېدونکي توکي نیولي دي

14 جوزا 1397 ساعت 8:53

د عراق د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په شمال لوېدیځ موصل ښار کې د ۴۰۰ کانټینر چاوېدونکو توکو د کشف او تر لاسه کولو خبر ورکړ.


د عراق د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد په شمال لوېدیځ موصل ښار کې د ۴۰۰ کانټینر چاوېدونکو توکو د کشف او تر لاسه کولو خبر ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عراق د کورنیو چارو وزارت ویاند سعد معن پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه له چاودېدونکو توکو ډک کانټینر د موصل ښار لویدیځې برخې د حی التنګ په سیمه کې د پولیسو له خوا کشف او تر لاسه شوي دي.

هغه د کشف شویو چاودېدونکو توکو د دقیق ډول او اندازې په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104906

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104906/

جمهور
  https://www.jomhornews.com