اتمر او کرزي د افغانستان له پاره د چین له ځانګړي استازي سره کتلي

14 جوزا 1397 ساعت 9:05

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د افغانستان او پاکستان له پاره د چین له ځانګړي استازي ډینګ شیجون سره کتلي دي.


د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د افغانستان او پاکستان له پاره د چین له ځانګړي استازي ډینګ شیجون سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه تېره ورځ یک شبنې د غبرګولي ۱۴ مه تر سره شوي، او په کې  کې دواړو لورو له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د سولې بهیر او د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر اوسني حالت خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې د شانګهای د همکاریو سازمان پر راتلونکي غونډه او د دې ناستې په څنډه کې د افغانستان او چین د ولسمشرانو پر دوه اړخیزه لیدنه هم خبرې شوې دي.

باید و ویل شي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د چین له ځانګړي استازي سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

ښاغلي کرزي چین ته د خپل سفر پر لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د افغان سولې په برخه کې د درې اړخیزو ناستو پر اغیز او په افغانستان کې د چین د رول په اړه خبرې وکړې او د افغان سولې او ثبات په برخه کې یې د یاد هېواد له هڅو مننه وکړه.

په ورته وخت کې ښاغلي دینګ افغانستان ته د خپل سفر موخه د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې پر پروسې خبرې او په افغان سوله کې د چین فعاله ونډه اخیستل وبلل.

نوموړي یو ځل بیا هم له افغان سولې نه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړل او طالبانو ته یې د افغان حکومت د سولې له وړاندې شویو شرطونو هم ملاتړ وکړ.

د یادونې دهو چې په دې ناسته کې دواړو لوریو په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ هم د اړیکو پر بیا رغولو بحث او خبرې اترې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 


د مطلب کود: 104907

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104907/

جمهور
  https://www.jomhornews.com