منظور پښتین پر علي وزیر د برید په غبرګون کي:

ماتې د پاکستان د حکومت په برخه ده، د دوی دا برید به بې ځوابه پاتې نشي

14 جوزا 1397 ساعت 9:58

وسله والو له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د پوښتون ژوغورنې غورځنګ په یوه مشر علي وزیر او ملګرو یې وسله وال برید کړی او ګڼ کسان یې تپیان کړي دي.


وسله والو له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د پوښتون ژوغورنې غورځنګ په یوه مشر علي وزیر او ملګرو یې وسله وال برید کړی او ګڼ کسان یې تپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په علي وزیر او د هغه په ملګرو یې پرون یک شنبې د غبرګولي ۱۳ مه د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼا کې وسله وال بريد شوی دی.

د پښتون ژغورنې مشر منظور پښتون  ویلي، کله چې علي وزير او د دوی نور ملګري د جنوبي وزیرستان مرکز واڼې ته رسيدلي د پاکستان د پوځ لخوا ليږل شوي طالبان مخامخ ورغلي، دوی يې ځورولي، د پښتون ژغورنې مشهوره سری خولۍ يې ورڅخه اخيستي او سوځولې یې دي.

پښتین وایي علي وزیر ته زیان نه دی رسېدلی خو د غورځنګ ۱۰ ملګري ټپیان شوي دي چې په وینا یې په ترهګرۍ د ککړو پاکستاني ادارو دا ظلم بې ځوابه نه پرېږدي.

منظور پښتین ویلي دوی پوهېږي چې طالبان څوک دي او ولې یې پر دوی برید کړی دی. دده په خبره پاکستانی حکومت چې څومره کوښښ وکړي دغه غورځنګ مات کړي، خو ماتې د پاکستاني حکومت په برخه ده.

هغه زیاته کړې د پاکستان ټولې ادارې په ترهګرۍ ککړې دي او له ترهګرو سره اړیکه لري، دوی د پښتنو قاتلین دي او لا هم خپل ظلم ته ادامه ورکوي.

منظور پښتین د نړۍ له ټولو پښتنو یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې د وروستیو پیښو په ضد دې احتجاج وکړي.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ دغه برید تر ډېورنډ کرښې دې غاړې ته هم غبرګونونه پارولي او دا برید یې په کلکو ټکو غندلی دی.

وتلي پښتون لیکوال ښاغلی عبدالغفور لېوال وایي، په دې برید سره استخباراتو او د دوی مزدورو ترهګرو ډلو د ټول اویا میلیونه پښتون ـ افغان ګریوان ته لاس ورواچاوه.

ښاغلي لېوال په خپله فسبوک پانه لیکلي«مادرته ویلي ول، چې خبره د فاټا له انضمام څخه لویه ده، دا دی اوس د راروان توپان لومړنۍ څپه راورسېده،کیسه دا ده، چې د پښتون ولس وژنې ( قتل عام Genocide) توپان هیڅ پښتون ـ افغان سلامت نه پریږدي. د سیمې استخبارتو ته تر ډیورند دیخوا یا ورهاخوا پښتون یوشی دی او باید دواړه ووژل شي، دوی خپلو مدرسه يي ترهګرو ډلو ته قومانده ورکړې، چې بس چېرته افغان په نښه کولای شې، نو وژنه یې. د جنوبي وزیرستان د واڼه په کړي کوټ کې مدرسه يي ترهګرو د پښتونژغورنې د یوه مشر علي وزیر پر پلویانواو خپلوانو ډزې کړي او ترلسو زیات یې وژلي او ترڅلویښتو ټپیان دي، دوی د پښتونژغورنې د سېمبول سرې خولو والا په نښه کړي او د دوی خولۍ یې هم سیزلي دي.»

نوموړي وړاندې زیاتوي«اوس نو کیسه د بدۍ او دوښمنۍ شوه، استخباراتو او د دوی مزدورو ترهګرو ډلو د ټول اویا میلیونه پښتون ـ افغان ګریوان ته لاس ورواچاوه. تاریخ او د تاریخي ټولنپوهنې علم حکم کوي، چې دا کیسه به اوس یوځای ته رسیږي. د میږیو چې ورکېدل راشي، نو وزرونه کوي. له ترهګرو او استخباراتو سره اوس مخامختیا قومي شوه، د جګړې یو پلو پښتون او بل پلو ترهګر دي. کیسه ډېره لویه ده، په دې جګړه کې به جغرافیاوې بدلې شي او د سیمې نقشه به له سره ترسیم شي، په پښتون ټبر کې یو نوی نسل راپورته شوی دی، د علي وزیر او د ده ملګرو دردېدلی نسل.  ترهګربه خامخا دېخوا او هاخوا څه نورې وینې هم وبهوي، څه نور قتال به هم وکړي، خپلې پڅې چړې به د پښتنو پر مریو لاپسې پڅې کړي، خو له اویا میلیونه ولس سره جګړه نه شي کېدلای.  پښتونولي اوس د یوه قانون په حیث د استخباراتو مدرسه یې ګوډاګیان دکانګو په څېر راګرځوي. دا ټولنه به پخپله ځان ریفورموي. سباوون نږدې دی. د دې وینو عکس په افق کې همدا سور شفق دی، چې اوس یې ټول وینو.»

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 104913

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104913/

جمهور
  https://www.jomhornews.com