۰

زابل او اروزګان کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۵
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، په اروزګان او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل او اروزګان کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په سویل کې د پوځ چارواکي وايي، په اروزګان او زابل ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان کمانډو ځواکونو د اروزګان د دهراود ولسوالۍ به انارجوی او ترینکوټ کې عملیات تر سره کړي دي.

په سویل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، په دې عملیاتو کې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینه زیاتوي، چې د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې هم افغان پوځیانو عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي