۰

کابل کې د دینې عالمانو غوندې ته نېږدې ځانمرګی برید شوی دی

دوشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څېرمه چېرته چې د دیني عالمانو غونډه روانه وه، ځانمرګی برید شوی چې د دیني عالمانو په ګډون ګڼ شمېرکسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
کابل کې د دینې عالمانو غوندې ته نېږدې ځانمرګی برید شوی دی
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې د لویې جرګې خیمې ته څېرمه چېرته چې د دیني عالمانو غونډه روانه وه، ځانمرګی برید شوی چې  د دیني عالمانو په ګډون ګڼ شمېرکسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له پولي تخنیک پوهنتون سره رامنځ ته شوې ده.

د پلي تخنیګ د ساحې د ننه د لویې جرګې خیمه هم ده او په دې خیمه کې نن تر ۲۵۰۰ دیني عالمان په افغانستان کې د جګړی د پای او د سولې له پاره د هلو ځلو له پاره راټول شوي وو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی هم وايي، چې په برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم د یادې مرګ ژوبلې د پخلي تر څنګ وايي، برید هغه مهال شوی، چې دیني عالمانو له غونډې د راوتو په حال کې و، خو دا چې دیني عالمانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې که نه معلومات تر اوسه نشته.
خو د کابل د عالمانو شورا مرستیال مولوي ګل احمد صدیقي ویلي، چېه دغه ځانمرګي برید کې ۸ دیني عالمان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، په وژل شویو دیني عالمانو کې پېژندل شوي دیني عالمان هم شته.

دغه برید دقیقآ هغه مهال رامنځ ته شوی، چې د هېواد د بېلا بېلو برخو شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمانو په یوې متفقې فتوا سره په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو له خوا روانه جګړه، ځانمرګي بریدونه، چاودنې او نور خونړي بریدونه ناروا وبلل او ویې ویل، چې دا جګړه او بریدونه هېڅ دیني صبغه نه لري.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو طالبانو په کې لاس لرل رد کړي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي