۰

طالبانو کابل کې د دیني عالمانو غونډه امریکايي پروسه وبلله

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
وسله والو طالبانو په کابل کې د دیني عالمانو هغه غونډه چې په کې یې د روانې جګړې د نارواتوب او ځانمرګو بریدونو د حراموالي فتوا ورکړه، یوه سفارشي او امریکايي پروسه وبلله.
طالبانو کابل کې د دیني عالمانو غونډه امریکايي پروسه وبلله
وسله والو طالبانو په کابل کې د دیني عالمانو هغه غونډه چې په کې یې د روانې جګړې د نارواتوب او ځانمرګو بریدونو د حراموالي فتوا ورکړه، یوه سفارشي او امریکايي پروسه وبلله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاوخوا ۲۵۰۰ دیني عالمان د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې راغونډ شوي وو.

د دوی د غونډې موخه په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکي اېښودلو او سولې په اړه د علماو کلي نظر شریکول او څرګندول وو.

دغه دیني عالمانو د یوې متفقې فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ او د پردیو د ګټو له پاره وبلله او ویې ویل، چې دغه جګړه هېڅ ډول اسلامي صبغه نه لري او ناروا جګړه ده.

د علمانو په یاده فتوا کې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او نورې خونړۍ پېښې هم حرام او د اسلام سره په ټکر کې وبللې او و یې ویلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ شرعي دلیل نه لري.

دوی د جګړې پر دواړو لورو غږ وکړ، چې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته سره کېني.

خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د عالمانو دغه غونډه یوه سفارشي او په مکمله توګه امریکايي پروسه و بلل او ویلي یې دي، چې یادې غونډې ته عادي کسان د امریکا په فرمایش ورغوښتل شوي وو.

طالبانو د امریکايي جنرال نېکولسن وروستیو څرګندونو ته چې پر طالبانو به سیاسي، نظامي او مذهبي فشارونه زیات کړي، په اشارې سره ادعا کړې، چې دغه ډول غونډې د امریکا له لوري پلانېږي.

طالبانو په دې اعلامیه کې له دیني عالمانو غوښتي، چې له دغه ډلې سره مرسته ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي