۰
پاکستان کې د قطر سفیر:

دوحه کې د طالبانو دفتر په افغان سوله کې مهم رول لوبولی شي

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
په پاکستان کې د قطر سفیر شیخ سقر بن مبارک المنصوري ویلي، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په افغان سوله کې مهم رول لوبولي شي.
دوحه کې د طالبانو دفتر په افغان سوله کې مهم رول لوبولی شي
په پاکستان کې د قطر سفیر شیخ سقر بن مبارک المنصوري ویلي، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په افغان سوله کې مهم رول لوبولي شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې المنصوري له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې، چې قطر په افغانستان کې د تلپاتې سولې او امن غوښتونکی دی او دوی غواړي چې په افغان سوله کې مهم رول ولوبوي.

د هغه په وینا په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر کولی شي د افغان حکومت او طالبانو لپاره د سولې د خبرو یو ښه مرجع واوسي او دوی هیله مند دي چې طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته هرکلی و وایي.

اسلام آباد کې قطري سفیر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ستونزو را کمېدل د ټولې اسلامي نړۍ په ګټه دي او دوی به په دې برخه کې هیڅ راز هڅې ونه سپموي.

باید و ویل شي، چې افغان ولسمشر څو میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو ته د سولې له پاره یوه هراړخیزه طرحه وړاندې وکړه، خو طالبانو نه یوازې تر اوسه دغه طرحې ته ځواب نه دی ویلي، بلکې یې ورسره سم یې د خندق په نوم عملیات هم پیل کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي