۰

چین د سوداګرۍ په برخه کې امریکا ته خبرداری ورکړی دی

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۵
چین وايي، که واشنګټن د ګمرکي تعروفو او سوداګرۍ د نورو اقداماتو ګواښونه عملي کړي، نو د چین او امریکا تر منځ به د سوداګرۍ هره نوې معامله اعتبار ونه لري.
چین د سوداګرۍ په برخه کې امریکا ته خبرداری ورکړی دی
چین وايي، که واشنګټن د ګمرکي تعروفو او سوداګرۍ د نورو اقداماتو ګواښونه عملي کړي، نو د چین او امریکا تر منځ به د سوداګرۍ هره نوې معامله اعتبار ونه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چین پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره امریکا ته دغه خبردارۍ ورکړی دی.

دغه خبرپاڼه په پیکینګ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو د دوهم پړاو په پای کې د چین رسمي خبري آژانس خپره کړې ده.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا د امریکا د سوداګرۍ د ویزو ویلبور روز او د چین د مرستیال ولسمشر لیوهي تر منځ غونډه پر کومې احتمالي معاملې هوکړه شوې کنه.

خو په هغه کې په واشنګټن کې د تیرې میاشتې تر سره شویو خبرو ته اشاره شوې چې پیکینګ د سوداګرۍ په برخه کې یوه جوړجاړي ته چې د امریکایي تولیداتو او خدماتو په پېرلو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي، غاړه ایښې ده.

باید و ویل شي، چې امریکا وړاندې ګواښ کړی وو چې پر چینایي تولیداتو به ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي، خو چین وایي که دا کار وکړي، نور نو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ هر ډول معامله به اعتبار ونه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي