۰
کابل کې د چین سفیر:

نا امنۍ د چینايي پانګوالو پر وړاندې ستر خنډ دی

سی شنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۴
کابل کې د چين سفير ليوجينسونګ وايي، نا امنۍ په افغانستان کې د چينايي پانګه والو پر وړاندې لوى خنډ دى.
نا امنۍ د چینايي پانګوالو پر وړاندې ستر خنډ دی
کابل کې د چين سفير ليوجينسونګ وايي، نا امنۍ په افغانستان کې د چينايي پانګه والو پر وړاندې لوى خنډ دى.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ليوجينسونګ دغه څرګندونې په کابل کې د ولسمشر له دويم مرستيال سروردانش سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، چې په سيمه کې د سولې راوستو او د اقتصادي همکاريو د پراختيا په لاره کې د چين هېواد رول اغېزناک دی.

هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د پراختيا په حال کې دي خو زیاتوي، چې ناامنۍ په افغانستان کې د چینايي پانګوالو پر وړاندې خنډ دی.

ليوجينسونګ، د ملي وحدت له حکومت سره د چين د دولت د ملاتړ اعلانولو په ترڅ کې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنګي برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابلو همکاريو په پراختيا ټينګار کړی دی.

د هغه په وينا، د چين خلک هيله لري چې د افغانستان خلک د اقتصادي پرمختګونو له لارې هغه تاريخي موقف ته چې د ورېښمو واټ دى ستانه شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په افغان سوله کې د چين رول مهم بللی دی.

دانش ویلي، که چيرې د چين او افغانستان د نورو نړيوالو همکارانو هڅه او هاند د سراسري سولې او ثبات سبب شي، نو د سيمې هېوادونو په کچه به ستر بدلون رامنځته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي