۰

د پکتیکا قومي مشرانو له طالبانو غوښتي، چې د ولسمشر غنی د سولې وړاندیز ومني

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
پکتیکا کې قومي مشرانو له وسله والو طالبانو غوښتي، چې له جګړې لاس په سر او د سولې له پاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندې شوې طرحه ومني.
د پکتیکا قومي مشرانو له طالبانو غوښتي، چې د ولسمشر غنی د سولې وړاندیز ومني
پکتیکا کې قومي مشرانو له وسله والو طالبانو غوښتي، چې له جګړې لاس په سر او د سولې له پاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندې شوې طرحه ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قومي مشرانو دغه غونډه پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

به یاده غونده کې د ۱۰ ولسوالیو د قومي مشرانو تر څنګ ولایتي چارواکو او له کابله ورغلو مېلمنه هم ګډون کړی او  ښاغلي غني د طرحې په ملاتړ او پر ډيورنډ کرښه د ازغنو تارونو د لګولو په اړه یې د څرګندونو تر څنګ یې د قومونو پر يووالي ټينګار وکړ.

قومي مشرانو لومړی د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه څرګندونو کې و ویل، چې پاکستان ورځ تر بلې د افغانستان په خاوره کې دننه راځي او غواړي په دې سره په سيمه کې نفوذ ډېر او د ډيورنډ کرښې رسمي کېدو ته زمینه مساعده کړي.

غونده کې د پکتيکا والي محمد الياس وحدت و ویلو چې پاکستان غواړي په ډيورنډ فرضي کرښه لر او بر پښتانه سره بېل کړي، خو زياته يې کړه چې دا کرښه نه چا منلې او نه به يې څوک ومني.

د غونډې يو شمېر نورو ويناوالو بیا د سولې د ټينګښت لپاره د ولسمشر محمداشرف غني له لوري وړانديز شوې طرحې ته په اشارې سره له طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د افغانستان د قومونو او قبايلو چارو وزارت استازي نيازمحمد اميري وویل، د سولې يادې طرحې هېوادوال او نړۍ په دې قانع کړل، چې افغان حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه«د سولې لپاره د ولسمشر ګذشت د مخالفينو په مقابل کې او هغه ميړانې د مخالفينو په مقابل کې هم ګاونډيان حيران کړي وو او هم دنياوال حيران کړي وو، چې څنګه يو حاکم دولت دومره ډېر ګذشت کولای شي»

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني وسله والو طالبانو ته پرته له کوم قيد او شرط د سولې وړانديز کړی، خو د طالبانو له لوري تر اوسه دې وړانديز ته د هو او يا رد ځواب نه دی ورکړل شوی.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي