۰

تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

چهارشنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تازه پلټنې ښيي، چې په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیاتو ملکي وګړو ته په جګړه، ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیات ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون تازه پلټنې ښيي، چې په تېرو ۹ کلونو کې تر ۶۴ زره زیاتو ملکي وګړو ته په جګړه، ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشرې سیما سمر نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د نوي تازه څېړنې په اړه چې د جګړو او ځانمرګو بریدونو د قربانیانو له پاره تر سره شوي معلومات ورکړل.

نوموړي و ویل، چې په تېرو ۹ کلونو کې په جګړه او ځانمرګو بریدونو کې تر ۶۴ زره زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خواشنۍ سره چې د هغوی د کورنیو د حقونو د تامین په برخه کې کار نه دی شوی.

مېرمن سمر و ویل«د تېر ۱۳۸۸ مال د وري له لومړۍ نېټې د ۱۳۹۶ کال د کب تر وروستۍ نېټې پورې ۶۴۱۰۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۲۳۱۳۰ تنه په کې وژل شوي او ۴۰۹۷۴ نور ټپیان شوي دي.»

هغه وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې ۴۷۷۹ مېرمنې او ۱۱۴۶۵ ماشومان شامل دي، چې په وینا یې د دې ټولو تلفاتو تر ټولو ستر لامل د دولت وسله وال مخالفین دي.

د هغې په خبره د دغه مرګ ژوبلې ۶۹،۸ سلنه د وسله والو مخالفینو، ۱۰،۷ د افغان او بهرنیو ځواکونو خوا رامنځ ته شوې، خو د ۱۹،۵ سلنه د مرګ ژوبلې لامل لا هم نه دی معلوم شوی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي