ناټو په دغه سازمان کې د قطر د غړیتوب وړاندیز رد کړی

17 جوزا 1397 ساعت 9:55

د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون یوه لوړ پوړي چارواکي تایید کړې، چې ناټو په دغه سازمان کې د قطر د غړیتوب وړاندیز رد کړی.


د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون یوه لوړ پوړي چارواکي تایید کړې، چې ناټو په دغه سازمان کې د قطر د غړیتوب وړاندیز رد کړی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو دغه لوړ پوړي چارواکي، چې نوم یې نه دی اخستل شوی د فرانسي خبري آژانس ته ویلي، چې د اروپايي ټولنې د اساسنامې د ۱۰ مې مادې پر بنسټ یوازې واشنټګن په دغه ټولنه کې د غړیتوب حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې دوحه د وسلو او مهماتو د تجهیز له پلوه اوس په سیمه کط په یوه ځواک بدل شوی او غواړي، چې د ناټو غړی هېواد شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 105010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com