۰

د غزني د پولیسو په لیکو کې ۱۱ سوه خیالي پولیس

پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۹
د غزني نوی امنیه قوماندان وايي د دوی پلټنې ښيي، چې په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو کې ۱۱ سوه خیالي پولیس شتون لري.
د غزني د پولیسو په لیکو کې ۱۱ سوه خیالي پولیس
د غزني نوی امنیه قوماندان وايي د دوی پلټنې ښيي، چې په دغه ولایت کې د پولیسو په لیکو کې ۱۱ سوه خیالي پولیس شتون لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې فرید مشعل چې نوی د غزني د امنیه قوماندان به توګه ټاکل شوی ویلي، چې د دغه پولیسو په نوم تنخوا او امکانات اخستل کېدل او حیف او میل کېدل.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي«طبعي ده، چې مدیریت کې کمزورتیا وه، موږ ډېر خیالي پولیس لرل، چې تر اوسه پورې مو نېږدې ۱۱ سوه خیالي پولیس موندلي، د دغه ۱۱ سوه پولیسو تخوا او اعاشه اخستل کېده او تس نس کېده.»

خو د کورنیو چارو وزارت د غزني د امنیه قوماندان دغه څرګندونې رد کړې او وايي، ښايي خیالي پولیس وي خو په هغه کچه نه چې امنیه قوماندان ویلي دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش زیاته کړې داشنی تاییدولی چې په دومره کچه خیالي پولیس دي وي خو په وینا یې په لرې پرتو سیمو کې او ځینو ولسوالیو کې دغه ستونزه شتون لري چې وزارت یې د حل کولو په هڅه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي