۰

فاریاب کې یو مهم طالب قوماندان وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۷
په شمال او شمال ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان وژل شوی دی.
فاریاب کې یو مهم طالب قوماندان وژل شوی دی
په شمال او شمال ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو یو مهم او کلیدي قوماندان وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتره زیاتوي، چې دغه عملیات د افغان کمانډو ځواکونو له خوا تر سره شوی دي.

له قول اردو نه نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان پوځ کمانډو ځواکونو د فاریاب ولایت د دولت آباد ولسالۍ په شیخ ها په کلي کې د وسله والو پر ضد عملیات وکړل.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې شپنیو عملیاتو کې د صبرالله په نوم د وسله والو طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی او یو بل تن یې نیول شوی دی.چ

په ورته وخت خبرپاڼه زیاتوي، چې د همدې ولسوالۍ په فیروزاني او ځنګل باغ سیمو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر مهال ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په دې عملیاتو کې د وسله والو یو هایلکس موټر او شپږ عرادې موټر سایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي