روسیه وایي، امریکا د شمالي کوریا ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي

17 جوزا 1397 ساعت 11:23

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر امریکا غږ کړی، چې که غواړي شمالي کوریا خپل ټول اټومي فعالیتونه بند کړي نو واشنګټن باید پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي.


د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر امریکا غږ کړی، چې که غواړي شمالي کوریا خپل ټول اټومي فعالیتونه بند کړي نو واشنګټن باید پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین دغه څرګندونې پینکنګ ته تر سر وړاندې د چین له دولتي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې دي.

دغه مرکه چې د پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه خپره شوې پوتین په کې هیله ښودلې، چې د ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون ترمنځ د جون د ۱۲مې نېټې پلان شوې کتنه به مثتبې نتیجې ولري.

پوتین له دغې کتنې مخکې د اټمي او د میزائیلو د ازموینو د ځنډولو او اټمي ازموینې د ځای د له‎ منځه وړلو په ګډون د شمالي کوریا بې ساري اقدامات وستایل او هغه ‎یې د ښه نیت ښودلو مهم اقدمامات وبلل.

دغه راز  هغه ټرمپ هم وستایه چې له کېم سره یې د زړه له تله د کتنې پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د روانی میلادي میاشتې په ۱۲ مه سنګاپور کې سره و ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105017

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105017/

جمهور
  https://www.jomhornews.com