د سولې عالي شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د افغان حکومت لخوا دې اعلان شوي اوربند ته لبیک و وایي او دوی دې هم اروبند اعلان کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د افغانستان د سولې عالي شورا رهبري په کابل کې د دیني عالمانو لخوا د شوي اتفاق ملاتړ کوي او دغه راز له ولسمشر نه په دې خاطر مننه کوي، چې د ځوریدليو هېوادوالو غږ ته یې لبیک و وایه او د ټول هېواد په کچه یې اوربند اعلان کړ.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې افغان ملت نور له جګړو ستړی دی او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې د بین الافغاني خبرو اترو له لارې دې ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.
خبرپاڼه وايي، د سولې عالي شورا له همدې فرصت نه په ګټې اخیستنې په ټینګار سره له وسله والو طالبانو نه غواړي چې د افغانستان د مسلمان ملت د سولې او مذاکراتو غږ ته دې هرکلی و وایي او نور دې نه پرېږدي چې افغانان د پردیو جګړو قرباني شي.
جمهورخبري آژانس:کابل