طالبان وايي، د حکومت له خوا د اوربند وړاندیز ارزوي

17 جوزا 1397 ساعت 15:51

وسله والو طالبانو ویلي، چې د افغان حکومت له لوري د اوربند شوی وړاندیز ارزوي او په دې اړه به خپله پرېکړه وروسته اعلان کړي.


وسله والو طالبانو ویلي، چې د افغان حکومت له لوري د اوربند شوی وړاندیز ارزوي او په دې اړه به خپله پرېکړه وروسته اعلان کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني نن پنشنبې د غبرګولي ۷ مه په یوه ویډیويي پیغام کې و ویل، چې د علماوو د وروستۍ غونډې چې په کې یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د سولې په خاطر یې د اوربند ضمني وړاندیز وکړ، نو حکومت هم دغه فتوا او د علماو پرېکړې ته په درناوي له افغان طالبانو سره د اوربند اعلان کوي.

ولسمشر غني و ويل، چې حکومت د علماوو همدي پرېکړه ته په درناوي د روژې مبارکې میاشتې له ۲۷ د اختر ۵ پورې له افغان طالبانو سره اوربند اعلانوي، او ټولو امنیتي ځواکونو ته امر کوي، چې په دې موده کې پر افغان طالبانو هېڅ ډول تهاجمي عملیات ونه کړي.

افغان ولسمشر و ویل، چې دا اوربند یوازې د افغان طالبانو سره دی، خو د نورو ترهګرو ډولو پر وړاندې به افغان ځواکونه بشپړ چمتوالي لري او په هر قمیت به د خپل ولس او خاورې څخه دفاع کوي.

د ولسمشر د دغه وړاندیز په اړه طالبانو ویلي چې د افغان حکومت لخوا د اوربند وړاندیز اروزي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسي خبري اژانس سره په خبرو کې د افغان ولسمشر د اوربند وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي، چې یاد وړاندیز له خپلو لوړپوړیو مشرانو سره اروزي او په دې اړه به خپله پرېکړه وروسته اعلان کړي.

د ولسشمر دغه وړاندیز په ټولنیزو رسنیو کې هم د ګڼو کسانو له خوا ستایل شوی دی او له طالبانو هم په کې غوښتل شوي، چې اوربند وکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم له وسله والو طالبانو غوښتي، چې د ښاغلي غني دغه اوربند ته هرکلي و وايي او دوی هم اوربند اعلان کړي.

بل خوا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو چارواکو هم ویلي، چې دوی به اروبند ته بشپړ درناوي کوي، او پر افغان طالبانو به بریدونه نه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com