افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، امریکايي ځواکونه به افغانستان کې د داعش پر وړاندې خپل عملیات ګړندي او زیات کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکولسن ویلي، چې پر طالبانو د بریدونو بندول او د افغان حکومت له خوا د اوربند اعلان به پر داعش ځمکه سره کړي.
نېکولس چې پرون جمعه د غبرګولي ۱۸ مه یې بلجیم کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وینا کوله و ویل چې پر طالبانو د افغان حکومت د بریدونو بندول به بهرنیو ځواکونو ته د دې ښه زمینه برابره کړي، چې په داعش ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
نیکولسن وویل، اټکل نه کوي وسله وال طالبان به د افغان ولسمشر لخوا د تیرې ورځې اوربند ومني کنه؟ خو د هغه په وینا دغه اروبند د هغو نورو پوځي عملیاتو مخه نه نیسي چې امریکایي ځواکونه یې د دې هېواد په ختیځ کې پر داعش ډلې تر سره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني د روژې میاشتې له ۲۷نه د اختر تر پنځمې پورې مؤقت اوریند اعلان کړی دی.
په ورته وخت کې ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو هم نن په ویلي، چې دوی هم د اختر له اولې تر ۳ مې پورې پر افغان ځواکونو بریدونه نه کوي، خو بهرنیو ځواکونه په دې کې نه دي شامل.
جمهورخبري آژآنس: کابل