ولسمشر غني په رسمي سفر چین ته ولاړ

19 جوزا 1397 ساعت 8:57

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای غړو هېوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه چین ته ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلی غني نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه د شانګهای د همکاریو سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چین چینګداو ښار ته ولاړ.

به خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له ښاغلي غني سره سره په دغه سفر کې لوړپوړی پلاوی ملتیا کوي.

باید و ویل شي، چې ولسمشر غني تر دغه کنفرانس وړاندې د چین له نړیوال تلویزیون سره په خبرو کې ویلي وو، چې په دې کنفرانس کې به د ګډون پر مهال په سیمه کې د ترهګرۍ ضد پر روانې مبارزې او همدا راز په سیمه کې د همکاریو پر رامنځ ته کولو خبرې وکړي.

د ولسمشر غني په خبره د سیمې له هېوادونو به وغواړي چې د افغانستان په امنیت، اقتصادي پرمختګ او سوله کې هېڅ ډول همکاري و نه سپموي ځکه د افغانستان ثبات سیمه له بې ساري پرمختګونو سره مخ کولی شي.

د یادونې وړ ده، چې د شانګهای د همکاریو سازمان کنفرانس د شنبې او یکشنبې په ورځ په چین کې جوړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 105063

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105063/

جمهور
  https://www.jomhornews.com